
کابل، د زمري ۷مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مسئولین وايي چې دغه ادارې په تېر يوه کال کې شاوخوا ۳،۱ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ مسئولینو نن د یوې غونډې په ترڅ کې، د دغې ادارې د ۱۴۰۱ مالي کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او د روان کال پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.
په همدې مناسبت د غونډې په پیل کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رئیس ملا بخت الرحمن شرافت، وویل: «له ایران سره مو نوي انتقالات پیل شوي او له اروپا څخه دا دویم قطار دی چې په مستقیم ډول هرات ته راځي.»
د شرافت په وینا، اوسمهال افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان سره د اوسپنې پټلۍ له لارې وصل دی او ډاډ یې ورکړ چې هڅې روانې دي په ټول هېواد کې د اوسپنې پټلۍ یوه شبکه یا جال وغځول شي.
وروسته، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر عبدالباري صدیقي، د دغې ادارې د مهمو فعالیتونو او راتلونکي پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره غواړي په روان کال کې د ۴۳ کيلومتره په اوږدوالي، د خواف – هرات د څلورمې قطعې د لومړي فاز چارې ډېر ژر پيل کړي او ټاکل شوې ده د ۱۶ مياشتو په موده کې بشپړې شي.
صدیقي دغه راز د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند د ځینو نورو مهمو پروژو هم یادونه وکړه چې چارې به یې په روان کال کې پیل شي.
د هغه په وینا، افغان – ټرانس د منطقوي اتصال يوه پروژه ده چې د افغانستان له لارې مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره نښلوي او افغانستان لپاره هم ملي او هم منطقوي ارزښت لري.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني، وویل د دې ادارې په انتقالاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی او په تېر مالي کال کې د افغانستان اوسپنې پټلیو له لارې ۴،۵ میلیونه مټریک ټنه انتقالات چې صادرات، ورادات او ټرانزیټ پکې شامل دي؛ ترسره شوي دی چې له دې جملې څخه شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه یې صادرات او پاتې نور یې واردات دي.
دراني زیاته کړه چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په تېر يوه کال کې شاوخوا ۳،۱ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي او د اسلامي امارت بيت المال ته يې سپارلي دي.
په پای کې، مسئولینو یو شمېر هېوادونو ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د مسئولنیو د سفرونو، د هېواد په دننه او بهر کې روزنیزو پروګرامونو ته د یوشمېر زده کړویانو معرفي کولو، د مجربو او مسلکي کادرونو د ګومارلو، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د چارو د بشپړولو او د دې ادارې اړوند ځنیو نورو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل.
وهاج