خبرونهسیاستاقتصادTOP

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ

کابل، د سلواغې۱۹مه، باختر

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت نن د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د لېږد لړۍ نهايي کول ښوودل شوي دي.

له شرافت سره په دغه سفر کې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، ملي تدارکاتو ریاست او ماليې وزارت استازي هم ملتیا کوي.

افغان پلاوی به د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسوولیتونو د لېږد او له یاد هېواد سره د یوه هوکړه لیک د نهايي کولو اړوند مفصلې خبرې اترې وکړي.

تمه ده، چې د دغه هوکړه لیک په لاسلیکولو سره به د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ څخه د سوداګریزو توکو لېږد بېرته پیل او په عادي توګه جریان ومومي.

وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا