نړۍ

په اوکراين کې داوربند نوى پړاو پيل شو

کيف انترفاکس   باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٩ :
دهغه اور بند نوى پړاو چې داوکراين دجمهوررييس پيترو پورو شينکوله خوا اعلام شوى و پيل شوي دي او په  کيف کې پوځي مشرتابه  اعلام کړى دى  چې ددغه هېواد اردو جګړه بنده کړې ده.
دروسيې  دانترفاکس خبري آژانس دپيتروپورو شينکو  دغه څرګندونې  چې ددغه هېواد اردو  له نن ورځې څخه وروسته به  له وسلو څخه استفاده ونه کړي ، تائيدکړي دي.
بيلتون غوښتوونکو هم له دغه اوربند سره موافقه کړې ده .
له دې سره جوخت دبلاروس په مينسک ښارکې  ددغې  شخړې  ددايمي حل لپاره  خبرې ځنډول شوي دي .
د بيلتون غوښتوونکو ځينو مشرانو اعلام کړى دى  چې دجمعې په ورځ  به خپلو خبرو ته دوام ورکوي .
په دغو خبرو کې   داوکراين ، روسيې  او داروپا دامنيت اوهمکارۍ دسازمان استازي او داوکراين دختيځ ياغيان  برخه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته