
کابل، د د وږي ۱۲مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ ( د وږي له ۳ مې څخه تر ۹مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۶ زره ۷۶۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر لارې ۵۲ زره ۸۸۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲ زره ۳۷۴ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۹ زره ۱۲۸ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۶۶ زره ۷۶۹ مټریک ټنه انتقالات کېږي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۵ زره ۸۷۱ مټریک ټنو د انتقالات خبر ورکړی