
کابل، د زمري ۲۳مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلې اداره وايي چې د «افغان ټرانس» پروژې ساحوي سروې په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې ده.
دغه ادارې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو د تخنیکي ټیمونو له لوري د روان کال د زمري په ۵مه د افغانستان په خاوره کې پیل شوې د «افغان ټرانس» پروژې لومړنۍ ساحوي سروې څلور ورځې مخکې (د زمري په ۱۹مه) په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ دغه سروې چې د مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له نایب آباد سټېشن څخه پیل شوې وه، په دوام یې په سمنګانو، بغلان، بامیانو، میدان وردګو، لوګر او ننګرهار کې له دغه تګلوري څخه لیدنه وشوه.
ځبرځای وايي چې د شوې ساحوي سروې پر بنسټ، د یادې پروژې د پلي کولو لپاره کومه تخنیکي ستونزه نشته او ټاکل شوې ده چې د دې پټلۍ اړوند بل پړاو چې تخنیکي او اقتصادي مطالعه(Feasbility Study) ده، هم پیل شي.
د یادونې وړ ده چې د «افغان ټرانس» پروژه له مزارشریف څخه پیل او د جلال آباد ښار تر تورخم ښارګوټي پورې دوام لري. دغه پټلۍ چې ۷۸۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د افغانستان له خاورې څخه، مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي.
وهاج