سیاستTOP

حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره د جمهورريیس کتنه

کابل/ د غویي٢٢مه / باختر
جمهورريیس محمد اشرف غني، پرون ماسخوتن د مخکېني جمهورريیس حامد کرزي په کور کې له نوموړي او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار سره په کتنه کې د مهمو ملي مسایلو په ځانګړي ډول د سولې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررييس غني د ملي اجماع د پیاوړتیا او د پایداره او عادلانه سولې په اړه د یادو مشرانو مشورې واورېدې او د راتلونکو اقداماتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.# پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته