امنیت

په بدخشان کې د پوليسو سرتيرو پوځي مهارتونه زده کړل

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
دملي پوليسو اتيا تنه سرتيري د پوځي اساسي مهارتونو له زده کړې وروسته نن د بدخشان ولايت دپوليسو له تعليمي مرکزڅخه فارغ شول.
دبدخشان دپوليسو د تعليمي مرکز قوماندان سمونوال حفيظ الله کوفي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغوسرتيرو د دوو مياشتو په ترڅ کې د انداخت چارې، د وسايطو پلټنه، د ماينونو شنډونه او د اساسي قانون د بشري حقوقو او د قطعې د ساتنې نور قوانين او همدارنګه  د مجرمانو نيول او له تورنو او مشکوکوکسانو سره د چال چلند لارې چارې زده کړي.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرعبدالقديرعيار سرتيروته وويل: دخپلو دندو دسرته رسولو په وخت کې د خلکو د باور د ترلاسه کولو لپاره بايد مسلکي چلند ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته