
کابل، د وږي ۱۲مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د ایران سفر په څنډه کې، د خراسان رضوي (مشهد) له والي دوکتور سردار نظري سره وکتل.
باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې داوړو لوریو د خواف – هرات درېیمې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر پیل خوښي ښودلې او ټینګار شوی، چې ریلي همکارۍ باید نور هم پیاوړي شي.
په ورته وخت کې، د خراسان رضوي والي ژمنه کړې چې هڅه کوي د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ مخابراتي سیسټم د لا پیاوړي کولو په موخه، د ایران په خواف سیمه کې نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي، چې د انتقالاتو پر وخت د سټېشنونو تر منځ اړیکې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.
د يادونې وړ ده چې په دغو وروستيو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې پلاوي د ايران په رسمي بلنه، ياد هېواد ته تللی او هلته له يوشمېر مسئولينو سره پر دوه اړخيزو ريلي همکاريو خبرې کړې دي.