نړۍ

ښايي په اوکراين کې بيړنۍ حالت اعلام شي

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ :
داوکراين دعدليې وزيرې اولينا لوکاش خبر دارى ورکړ  چې ښايي په دغه  هيواد بيړنى حالت  اعلام شي .
دباختر آ ژانس دخبرله مخې :  داوکراين دعدليې وزيرې دغه خبردارى له هغه
وروسته اعلام  کړ چې ددولت  مخالف  راديکال مظاهره کوونکو  ددغه هيواد دعدليې وزارت ودانۍ ونيوله.
ميرمن اولينا لوکاش چې داوکراين دجمهوررييس اوددغه هيواد ددولت  دمخالفينو ترمنځ  خبرو کې برخه لرله ، اوپه دغه هيواد کې داوسنې ډپ  لپاره دحل ديوې لارې دموندلو په لټه کې ده و داوکراين ټلويزيون ته ويلي دي  که چيرې دعدليې وزارت ودانۍ  دمخالفينو له منګولو څخه آزاده نه شي ، خبرې به له ماتې سره مخامخې شي .
په لسګونو تنو راديکال  مظاهره  کوونکي تيره شپه دزور له لارې دعدليې وزارت   ودانۍ ته ننوتل او دوزارت  دګوتي په شمار ساتونکو په کوم مقاومت ونه کړ.
اولينالوکاش داوکراين  کورنيو خبري چيلونو ته وويل  که چيرې مخالفين له ودانۍ  څخه ونه وځي دابه داوکراين دملي امنيت له شورا څخه وغواړې چې په دغه هيواد کې دبيړي حالت دنافذولو په باب  خبرې وکړي .
په اوکراين کې دمظاهرو په بهيرکې درې تنه ووژل شول   خو دبشر دحقوقو فعالينو دوژل شويو کسانو شمير شپږتنه  وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته