خبرونهفرهنګTOP

د افغانستان او ایران د خلکو فرهنګي او تاریخي مشترکات تلپاتې او نه بېلېدونکي دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د ایران هېواد د اسلامي او فرهنګي ارتباطاتو له رئیس آغا شېرزاد سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او ایران د خلکو په ګډو فرهنګي او تاریخي مشترکو ټکو خبرې شوي او
ټینګار شوی چې د دواړو هېوادونو او ولسونو دغه اړیکې او ارزښتونه باید وپالل شي او مشترکي هلې ځلې ورته وشي
د فرهنګ او هنر معین وویل: اړینه ده چې د دغو تاریخي ارزښتونو د ژوندي ساتلو او پیژندلو په موخه مختلف سیمینارونه، ناستې او نندارتونونه جوړ کړای شي.
په افغانستان کې د ایران د اسلامی او فرهنګي ارتباطاتو رئیس آغا شېرزاد، د د همکاریو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې ایران له افغانستان سره دینی،ژبني، تاریخی او فرهنګي مشترکات لري چې د دې ارزښتونو د ژوندې ساتلو لپاره باید په ګډه کار وکړل شي.
په کتنه کې د ایران هیواد د فرهنګي ارتباطاتو سازمان رئیس چمتووالی وښود چې په ړومبي قدم کې به د افغانستان ملي تیاتر اړوند کابل نندارې ودانې د ترمیمولو او تجهیزولو په برخه کې به بشپړه همکاري کوي او په نږدې وختونو کې به یې عملي کارونه پیل کړي.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا