خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډو سوداګریزو همکاریو ټینګار وکړ

کابل، د لړم ۲۵مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان او د دغه هېواد د فولا مبارکه شرکت له مسوولینو سره په خپل کار کې وکتل.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې دواړه لوریو د ګډو سوداګریزو همکاریو، د افغانستان د صادراتو د حجم پر زیاتوالي، د چابهار بندر له لارې د مالونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ د آسانتیاوو او په افغانستان کې د ایران د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.

دغه راز په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د خبرو اترو د پيلولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ په پوله کې د ګډ صنعتي پارک د جوړولو او د افغانستان په ځينو زيربنايي پروژو کې د ايران تخنيکي همکاريو په باب هم بحث شوی دی.

د دې ناستې په پای کې د دواړو لوریو استازي د لازیاتو بحثونو لپاره وټاکل شول او د افغانستان اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت د خصوصي سکتور د خبرو په اړه همغږي او د ګډ کار تفاهم لیک رامنځته شو.

په همدې حال کې په کابل کې د ایران سفیر پرون د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي وو، چې لوی ایراني شرکتونه لېواله دي څو د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا