ټولنه

په فراه ولايت کې د هيروئينو دپروسس او توليد پنځه فابريکې ويجاړې شوې .

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
په فراه ولايت کې دهيروئينو دپروسس  او توليد پنځه فابريکې او د شپږ مليونو ډالرو په لګښت په زرګونوټنه نشه يي توکي له منځه يوړل شول .
دغه فابريکې  ددغه ولايت په بګوا ولسوالۍ کې  دافغان او نړيوالو ګډو ځواکونو دعملياتوپه بهير کې  ويجاړې شوې .
دفراه والي اصف ننګ  دباختراژانس خبريال ته وويل  ددغو عملياتوپه بهير کې دنشه يي توکو دپروسس او توليد پنځه فابريکې ويجاړې شوې او ددغې فابريکې دتوليدپنځه ماشينونه او  يوه زياته  اندازه نشه يي توکي هم له منځه تللي دي .
دفراه والي زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې  چې اته ساعته  دوام وکړ څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نورټپيان شول .
دمقاماتو دڅرګندونوله مخې، دوه مياشتې مخکې هم ددغه ولايت په بګوا ولسوالۍ کې دهيروئينو پنځه فابريکې  له يوه زياته اندازه  نشه يي توکوسره  له منځه وړل شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته