امنیت

په لوګر کې دناټو دپوځيانودبمباري له امله ددريو تنو وژل کيدل

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
   په لوګر ولايت کې دناټودپوځيانو دبمباريوله امله درې تنه ووژل شول .
  دغه پيښه نن سهار  هغه وخت رامنځته شوه چې دناټو جنګي الوتکو دبره کي برک ولسوالۍ دشاکي دسيمې ځينوساحو هوايي بمباري وکړې .
دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش باختر اژانس ته وويل  چې په دې هوايي بريد کې دوسله والو طالبانو د ډلې په يو سيمه ئيز قوماندان  قاري منيب پورې اړوند درې تنه ووژل شول خودسيمې اوسيدونکي ددغو څرګندونو په غبرګون کې  وايي چې قربانيان ملکي وګړي دي .
دوى ددغو بمباريو  په غبرګون کې په داسې حال کې چې دوژل شويو کسانو مړي هم ورسره و ، دلوګردولايتي شورا دودانۍ په وړاندى غونډې وکړې .
  يو تن اعتراض کوونکي يوسف باختر اژانس ته وويل  چې  دناټوپه دغو  بمباريو کې دښوونځي درې تنه زده کوونکي وژل شوي دي .
په همدې حال کې دلوګر والي  محمد اقبال عزيزي ددغو بمباريو دڅيړنې لپاره دپيښې ځاى ته يو هيئت استولى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته