(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله څلور ګډ بازارونه د سوداګرو پرمخ بیا پرانیستل شول

کابل، د وږې۱۱ مه، باختر

د بدخشان د سرحدي ولسوالیو ګډ بازارونه چې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم د سوداګرو پرمخ تړل شوی و، نن د سیمه ییزو چارواکو له خوا په رسمي ډول بیا پرانیستل شول.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس معزالدين احمدي باختر آژنس خبریال ته وويل، چې د بدخشان په اشکاشم، شغنان، نسي او خواهان ولسواليو کې څلور ګډ بازارونه چې د دواړو هېوادونو محصولات د پلور لپاره په کې نندارې ته اېښودل کېږي د سیمه ییزو چارواکو له لوري بیا پرانیستل شول، او له دې وروسته سوداګر کولی شي په اوونۍ کې یو ځل خپل سوداګریز توکي د پلور لپاره دغو بازارنو ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاد بازارونو کې مجاز مالونه او کلیوالي لاسي صنایع پلور ته وړاندې کېږي، خو د اسلامي امارت د قوانینو له مخې دغو بازارونو ته د الکولي، نشه يي توکو او نورو ممنوعه توکو د ننوتلو مخه د دواړو غاړو د مسوولینو له لوري نیول کېږي .

هغه زیاته کړه، چې د دغو بازارونو په پرانیستلو سره به د اشکاشم، شغنان، نسي او خواهان ولسوالیو اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د دغو بازارونو پرانیستل د یو مثبت ګام بېلګه ده او د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته ښودل دي، چې د افغانستان له لوري هېڅ هېواد ته ګواښ نشته او اسلامي امارت په دې برخه کې بریالی او له نړۍ سره یې خپلی سوداګریزي اړیکې ټینګې کړې دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا