سیاست

د مالیې وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړې استازې سره د مخې ښې کتنه وکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٤مه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د خپل کار په دفترکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي فرانز مایکل میلبن، سره د مخې ښې کتنه وکړه.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د روان کال په مني کې د لوړپوړیو چارواکو SOM)) ناستې ته په چمتو والي، سیمه يیزو همکاریو او په بریالي توګه د دولت جوړونې (SBC) د تړون په پلي کولو چې له امله یې د دولت په ملي بودیجه کې ۱۰۰ میلیونه یورو ور زیات شوي دي، خبرې وکړې.
په پاى کې د مالیې وزیرله نوموړي څخه په خپله کاري موده کې د هغه له کړنو مننه وکړه او په را روانو چاروکې یې ورته د بریاليتوب هيله وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته