اقتصاد

په کاپيسا کې د کرنيزو محصولاتو بې سارى زياتوالى

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١١ :
په کاپيسا ولايت کې د کرنې او د ميوو حاصلات په روان کال کې د تېرکال په پرتله  په سلوکې ١٥ زيات شوي دي او د لوبيا، غنمو، جوارو، آلو، شفتالو، مڼو، انګورو او د سبو حاصلات په بې ساري توګه زيات شوي دي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ: د کاپيسا له ځمکو او بڼونو څخه د روان کال حاصلات زيات شوي دي او اټکل کيږي چې١٧زره ټنه  انګور، ٤٣٠ ټنه مڼې، ٨٠٠ ټنه شفتالو، دوه زره ٥٠٠ ټنه آلو، ٤٠ زره ٢٦٠ ټنه غنم، درې زره ټنه لوبيا او ١٤ زره ټنه سابه ترلاسه شوي دي  چې د تېرکال په نسبت په سلوکې ١٥ وده ښيي.
دغه  راز  د مميزو د ساتنې لپاره دلسو خونو په جوړيدو او هم د٣٠نورو خونو د جوړولو لپاره د کار په پيل کيدو او د نورو آسانتياوو په برابرولو سره بڼوال په کاپيسا کې د زياتو بڼونو د جوړولو لپاره هڅه شوي دي.
دغه  راز د بڼوالو د روزنې لپاره د ١٠٨ ساحوي ښوونځيو  په جوړيدو سره د تيرو  کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د بڼوالۍ حالت ښه شوى او د کاپيسا ولايت د کوهستان  د لومړۍ  او دويمې برخې، کوهبند او د نجراب په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې  د ٥٠٠ اووه جريبه ځمکې په ساحه کې د انګور، بادامو ، زردآلو، شفتالو، ګيلاسو، ناک او د املوکو د بڼونو په  جوړيدو سره  په دغه  ولايت کې د بڼوالۍ ساحه مخه پراختيا ده .
د کاپيسا ولايت بڼوال د تيرو کلونو په نسبت د خپلو حاصلاتو د زياتوالي له امله خوښ دي. خو د واورې اورښتونو او د هوا سړښت په روان کال کې د دغه ولايت په ځينو ساحوکې د ميوو حاصلاتو ته زيان اړولى دى او د انارو، بادامو او زردآلو حاصلات نه دي زيات شوي.
په خبرکې د حاصلاتو د زياتوالي علت د درملو ويش د پت لرونکو ميږيانو، د مڼو  د ناروغيو، چينجيانو، د انارو تاج، د نباتي خزندو او د نورو ناروغيو مخنيوى  بلل شوى دى .
د کرنې او اوبو لګولو وزارت په روان کال کې په دغه ولايت کې د کرنيزو حاصلاتو د ودې او د کروندو د ساتنې لپاره د دغه ولايت په بزګرانو د نباتي آفتونو او ناروغيو ضدکافي درمل ويشلي دي او د کرنې ماهرانو د دغه ولايت له کروندګرو سره نږدې همکاري کړې ده او سلامشورې يې ورکړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته