فرهنګ

حسينه صافۍ: د افغاني او اسلامي ملي فرهنګ ساتنه په حقيقت کې د هېواد د ملي هويت مواظبت او ساتنه ده

‘-کابل/ باختر/ د تلې دمياشتې ١٤مه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ نن د ترکيې هېواد د (تيکا) موسسې له رييس سره په کابل کې وکتل . د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې د ترکيې هېواد د (تيکا) موسسې رييس علي ارګون چنار په هرات ولايت کې د دغې موسسې د کړو وړو په باره کې معلومات ورکړل او ويې ويل چې د (تيکا) دفتر په ٢٠٠٤ ميلادي کال کې په افغانستان کې په فعاليت پيل وکړ . ده زياته کړه چې دغه موسسه په فرهنګي، پوهنې، روغتيا او د ظرفيت جوړولو په برخوکې کار کوي او د افغانستان په يوشمېر ولايتونوکې فعاليت لري . دغه راز ده د افغانستان د تاريخي آبداتو او آثارو د مرمت او ترميمولو او د ګډو فرهنګي پروګرامونو د جوړولو په لاره کې د (تيکا) موسسې علاقمندي څرګنده کړه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې د افغاني او اسلامي ملي فرهنګ ساتنه په حقيقت کې د هېواد د ملي هويت مواظبت او ساتنه ده . دې ټينګار وکړ: افغانستان ډول ډول فرهنګونه لري او د دغو فرهنګونو ساتنه ، وده او پرمختګ د هېواد د ټولو اتباعو په تېره بيا د نويو او راتلوونکو نسلونو له اصلي مسووليتونو څخه دي. دغه راز حسينې صافۍ په بېلابېلو برخو په تېره بيا په فرهنګي برخه کې د دوست هېواد ترکيې او د دغه هېواد د (تيکا) موسسې د همکاريو له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د اړتياوو په پام کې نيولو سره د دغو همکاريو د لا زيات ښه والي په خاطر لازمه ده چې په نږدې راتلوونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته