کابل / دکب ٢١مه / باختر :
په راتلونکې لمريز کال کې په بادغيس کې په سلګونو جريبه ځمکه کې بڼونه جوړېږي.
د بادغيس دکرنې او اوبو لګولو رييس نن باختراژانس ته وويل ټاکل شوې ده د راتلونکې لمريز کال په بهير کې د دغه ولايت په مرکز او څو ولسواليو کې په يوولس زره جريبه ځمکه کې بڼونه جوړشي.
هغه وويل چې په دغو بڼونوکې د پستې، مڼو، آلو، انګورو، بادامو، شفتالو، ناکو، زردالو او د چارمغزو په ګډون څه دپاسه اووه سوه زره نيالګي کېنول کېږي.
ختم_ ج _ اکرم