امنیت

په قندهار کې دڅه د پاسه شلو چاودنو مخنيوى

کابل باختردسلواغې دمياشتې  ١٣ :
د قندهار ولايت امنيتي مامورينو دڅه  د پاسه  شلو چاودنو مخه نيولې ده.
د رارسيدلو خبرونو له مخې : وسله والو طالبانو د قندهار ولايت  دميوند ولسوالۍ
په ګڼ ميشتو لارو کې ماينونه ښخ کړي وو  خو امنيتي ځواکونو دغه ماينونه کشف
اوشنډکړل .
د ملي اردو يوه قوماندان په  قندهار ولايت کې  د باخترآژانس خبريال ته  وويل :
د ملي اردو ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې  شپږويشت ماينونه  چې دوسله والو
طالبانوپه ډلې پورې د ړوندو کسانوله خوا  دميوندولسوالۍ په  بيلابيلو سيمو کې  ځاى پرځاى کړاى شوي وو،  کشف اوشنډکړل.
ده وويل چې طالبانو غوښتل  ددغو ماينونوپه ښخولو سره په ميوندولسوالۍ کې  ملکي وګړو ته يو لړ مرګانۍ تروريستي پيښې رامنځته کړي  خو بريالي نه شول.
ويل کيږي چې ددغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوى  خو دملي اردو ځواکونه وايي چې ددغو ماينونو دښخولو دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : دقندهار ولايت  په  ميوندولسوالۍ کې دنويو نښتو په بهېرکې 
يو وسله وال طالب  ووژل شو او يو تن بل  ټپي شو.
دغه جګړې پرون  ناوخته هغه وخت ونښتې چې داردو ځواکونو ديرغلګرو دسپرلۍ په  کاروان بريد وکړ.
ويل کيږي چې په دغو نښتوکې پوځيانو اودسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته