امنیت

په سمنګانوکې د يوې ترافيکي پيښې له امله ٦ تنه ټپيان شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
په سمنګانو ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله ٦ تنه ټپيان شول.
دسمنګانو ولايت د ترافيکي پيښو د څيړنې مدير سمونوال عبدالقدير پنجشيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تيره شپه ناوخته دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکو ښار د دلخکي د غاښى په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولا موټر چې له بلخ څخه د سمنګانو په لور روان و؛ د زيات ګړنديتوب له امله يې له يو بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ چې  له امله يې دکرولا ٦ تنه سپرلۍ ټپيانې شوې .
خبرځاى زياته کړه: د پيښې ټپيان د سمنګانو روغتون ته ليږدول شوي او څلور تنه ټپيان د ټپونو د ژورتيا او د زياتې درملنې لپاره دبلخ حوزوي روغتون ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته