کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٤ نيټه :
وسله والو مخالفينو تېره شپه په کندز ولايت کې د يوه پوليس مور او ښځه شهيدانې کړې .
د خان آباد ولسوال حيات الله اميري باختر آژانس ته وويل چې دغه دوه ميرمنې د خان آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې دپوليسو ددغه سرتيري په کور د وسله والو مخالفينو په بريد کې شهيدانې شوې.
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې د پوليسو دغه سرتيرى ټپى شوى دى.
د ملي پوليسو دغه سرتيرى د رخصتۍ د تيرولو لپاره خپل کور ته تللى و چې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ