کابل باختر د ثور دويمه :
دهرات پوهنتون څه ناڅه پنځلس زره تنه محصلان چې په سلو کې اويايې دهېواد دنورو ولايتونو ځوانان دي دعلمي اکاډميکي خدمتونو تر پوښښ لاندې نيولي دي .
دهرات پوهنتون مسوولينو درپوټ ورکولو په غونډه کې ددغه ټکى په اعلامولو سره تينګار وکړ چې دهرات پوهنتون په سلوکې پنځه ديرش محصلان نجونې دي . دهرات پوهنتون سرپرست ډاکتر فايز ددغه علمي مرکز برياليتوبونو اوستونزو ته په اشارې سره دخدمتونو دوړاندې کولو دښه والي او دهغو دپراختيا په خاطر استادانو ته دظرفيت دلوړولو ډاډ ورکړ .
ده دغه راز په تيرکال کې له تحصيلي بورسونو څخه داستفادې لپاره بيلابيلو هېوادونو ته دبيلابيلو پوهنځيو دکابو شپيتو تنو محصلانو داستولو خبر ورکړ چې نجونې هم پکې شاملې دي .
ډاکتر فايز وايي همدا اوس دغه پوهنتون شپاړلس پوهنځي لري او څلور سوه نولس تنه استادان ددغه پوهنتون په بيلابيلو پوهنځيو کې په لوست ورکولو بوخت دي .
مهمې هلې ځلې په دې دي چې په دغه پوهنتون کې دماسترى دورې زياتې شي .
ده په دې بيان سره چې په تيرکال کې دپوهې دکچې دلوړولو په لاره کې په بيلابيلو پوهنځيو کې يوسلو ديرش علمي کنفرانسونه جوړ شوي دي ، دحقوقي کلينيک جوړول ، دکانکور ددوو ازموينو(عمومي او اختصاصي) داخستلو ، دشپې پوهنتون دجوړولو او دکيفيت دتضمين دکميټې فعاليتونه ددغه پوهنتون دبرياليتوبونو ديوې برخې په توګه ياد کړل .
ښاغلي فايز دماسترى ددورې زياتوالى ، دکمپلکس دودانيو بشپړول ، دهرات پوهنتون په کچه دستر جومات جوړول او دپوهنتون په کچه دوسايطو دپارکينګ جوړول ددغې ادارې طرحې وبللې .
0 1 دقیقه لوستل