نړۍ

يوولس تنه غره ګرځندويان په پاکستان کې ووژل شول

اسلام ا بادباختردسرطان ٢
دپاکستان پوليس وايي چې ناپيژندل شويو وسله والوکسانو لس تنه بهرني ګرځندويان او د هغوى يو لارښود چې دپاکستان په شمال کې د نړۍ يو ډيرلوړ غره ته دختلو لپاره چمتو کيدل؛ ووژل.
باخترآژانس د اسو شيتد پرس دخبري آژانس له خولې خبر را کړ: پوليسو ويلي دي چې دغه غره گرځندويان د روسيې، چين او د اوکراين اتباع ووچې نن سهار دګيلګيت پالتيستان په سيمه کې د ننګا پاربن غره ته له ختلو مخکې د وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول.
ددغه بريد مسووليت د پاکستان د طالبانو د تحريک ډلې په غاړه اخيستى دى او ويلي يې دي چې بريدکوونکي په يو سيمه ييز هوټل کې اوسيدل.
د يادونې وړ ده چې ننګا پاربت د نړۍ مهم لوړ غر دى چې لوړوڅوکو ته يې د ختلو  سختۍ او ستونزوکې شهرت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته