ټولنه

د ارګو د شهيدانو د فاتحې اخستلو مراسم د کابل پوهنتون د ليليې په جومات کې پرځاى شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
د ارګو د پيښې د شهيدانو د فاتحې اخستلو مراسم نن د محصلانو او د بدخشان د يو شمېر وکيلانو له خوا د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هيئت په ګډون دکابل پوهنتون د ليليې په جومات کې پرځاى شول.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دغو مراسموکې د لوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد او د کابل پوهنتونو يو زيات شمېر محصلان ګډون کړى او د ارګو د پيښې د شهيدانو روح ته دعا وکړه.
دغه مراسم په داسې حال کې پرځاى کيږي چې پخوا هم يو شمېرحکومتي او خصوصي مرکزونو د دعا کولو د مراسمو د پرځاى کولو په ترڅ کې خپل يو ورحنى معاش د دغې پيښې د مصيبت ځپلو په واک کې ورکړ او يا د نورو مرستو په وړاندې کولو سره يې له دغو مصيبت ځپلو سره غمشريکي وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته