ټولنه

د نيمروز والي:د چاربرجک ولسوالۍ د خلکو ستونزې څېړل کېږي

کابل /د ليندې ٢٠مه /باختر
د نيمروز والي ملانجيب الله رفيع د دغه ولايت د چاربرجک ولسوالۍ ته په سفرکې د خلکوستونزې له نږدې واورېدې او ژمنه يې وکړه چې د دوى ستونزې به وڅېړل شي.
د نيمروز والي ملا نجيب الله رفيع پرون په داسې حال کې چې د ولايت مرستيال غلام نبي عثماني اود ملکي او پوځي ادارو يو شمېر رييسان ورسره ملګري و د چاربرجک ولسوالۍ ته سفر وکړ.
په دې سفرکې د نيمروز والي د چاربرجک ولسوالۍ د حضرت ابوبکر صديق (ر ض) په جامع جومات کې د دغې ولسوالۍ له مخورو، سپين ږيرو قومي مشرانو، عالمانو او ځوانانوسره وکتل.
په دې کتنه کې د چاربرجک ولسوالۍ د عالمانو او سپين ږيرو په استازيتوب مفتي عطاالرحمن او رحمت الله غريب بچه د چاربرجک ولسوالۍ د سړکونود قيرکولو د پله د خرابوالي ،د رباط په کلي کې د مخابراتي انتن نشتوالي او په موسسوکې ځوانانوته د کاري زمينو برابرول د دغې ولسوالۍ مهمې ستونزې وبللې اود مسوولينو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د نيمروز والي د خلکود ستونزو له اورېدو وروسته له هغوى سره ژمنه وکړه چې د دوى ستونزې به وڅېړل شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته