سیاست

تبصره

کابل باختردثور دمياشتي٣٠ نيټه :

دافغانستان اسلامي جمهوريت  اودآلمان فدرالي جمهوريت دملي واکمنې اوځمکنې بشپړتيا ته دمتقابل درناوي پربنسټ اودملګروملتو دسازمان له منشور سره سم دستراتيژيکي همکاريو موافقه ليک لاسليک کړ.

دباختراژانس سياسي مبصر ليکي :

دافغانستان_ المان داوږدمهالو همکاريو په موافقه ليک په بيلابيلوسياسي ، امنيتي ، انکشافي ، بيا جوړولو ، علمي ، فرهنګي ، اقتصادي  ، ملکي هوايي جلند اوبين الحکومتي همکاريو په برخو کې مرستي شاملي دي.

ددغو ژمنو تحقق  چې ددموکراسي  دارزښتونو دساتنې اوپراختيا دبشردحقوقو اودقانون  واکمنې ته ددرناوي ښي حکومت والي  ، دعامې اداري داصلاح ، په ملي او نړيوالو همکاري کې دشفافيت  اودمتقابل ځواب ورکولو ، دقضايي  برخي دپياوړتيا اودقانون دواکمنې دتحقق په محور څرخي  دافغانستان دراتلوونکي ضمانت کوي چې دنړيوالې ټولنې اودپياوړي اقتصاد اودستروظرفيتونو لرونکو هيوادونو په مرسته دوام ورکړي  چې بنست يې لس کاله مخکې  دبن په کنفرانس کې کيښودل شوه اوله خاورو اولوګي څخه راولاړ و شويو هيوادونو دسيمې دناخوالو په څپو کې دترقي اوپرمختګ لاره غوره کړه  او تراوسه پورې يي دسياسي ژوندانه په بيلابيلو برخو کې يولړ ستر برياليتوبونه ترلاسه کړل په هغه وخت کې خبره دويجاړ افغانستان دراتلوونکي په باب وه خو نن په هرسند اوموافقه  کې دهغو ارزښتونو اوبرياليتوبونو دساتنې په باب خبرې دي چې دافغانستان نظام اوخلکو په دې موده کې ترلاسه کړي دي.

له شک پرته ددغه شان سندونولاسليک په  راتلوونکي باورونه زياتوي اواټکلونه او انديښنې پاى ته رسوي ځکه دافغانستان دوديز دوستان اودسيمې اونړۍ ستر هيوادونه ددغه موافقه ليک په لاسليک کولو سره غواړي دافغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې نور افغانستان دتروريزم  ، بنسټ پالنې  اودتاوتريخوالي په ځالو

 نه بدليږي.

دسولې ساتنې ته پاملرنه ، دخبرو اوتفاهم له لارې دمسئلو حل کول ، اقتصادي او تجارتي وده  اودهيواد دوسله والو ځواکونو پياوړتيا اوسمبالول په هغو موافقه ليکونو کې شامل دي چې افغانستان دهند، ايتاليا، فرانسې ، انګلستان ، امريکا اودالمان له هيوادونو سره لاسليک کړي دي.

سره له دې چې  دافغانستان اسلامي جمهوريت دجګړي دبندولو په خاطر دافغانانو په مشرۍ دسولې تامينول اودملي پخلايني دپروګرام تحقق په مخکې لري  اوتيرتورتم وخت له ستنيدو څخه دافغانستان دژغورنې په خاطر يي پرله پسي هلې ځلې کړي دي  چې په سيمه کې دتروريزم دګواښ جرړي وايستل شي خوله بده مرغه لاتراوسه پورې داسي کړي شته  چې په افغانستان کې دجګړي په دوام سره  په سيمه کې دخپلو ګټو په لټه کې دي.

په داسي حال کې چې دهيواد مشرتابه په سرکې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي په وار وار طرحه کړى ده چې افغانستان به هيڅکله  دنورو دانديښنې وړ نه وې اوله دغه هيواد څخه به هيڅکله دسيمې دهيوادونو پرخلاف دټوپ دتختي په توګه استفاده ونه شي .

دغه ټينګارله سيمه ييزپيوستون ددوستانه اړيکو له پراختيا او دملګروملتودسازمان داصولو اومنشور په رڼاکې دښه ګاونډيتوب سره دافغانستان بشپړژمنتوب ښيي چې سياسي صداقت  ،دتروريزم دګواښوونو له شر څخه دسيمې ژغورنه ،دسيمې دهيوادونو ګډو هڅو اوسياسي رښتينولي ته اړتيالري.

که چيري په سيمه کې دتروريزم دصادرولو اوهغه ته دزمينې دبرابرولو پرځاى سياسي اواقتصادي همکاري اوهمغږي واي نور به افغانستان دځان اودسيمې دراتلوونکي په نسبت انديښمن نه واي .

په هرصورت  په نړۍ کې له هر هيواد سره دهمکاري دهر سندلاسليک ددولتي مرکزونو مسووليت لاپسي زياتوي  چې دفساد اوجګړي دکرغيړنو پديدو له شرڅخه دافغانستان دژغورنې په خاطر دسيمې په روان  حالت په پوهيدو سره له پخوا زياتي هلې ځلې وکړي او په حرکت اواقدام کې دشخصي اوګروهي ګټو پرځاى دملي او  وګړنيو ګټو په باب فکر وکړي ځکه تجربي ښودلې ده هغه کسان چې دجګړې اودفساد درواجوولو په لټه کې دي هيڅکله ددې هيله نه لري چې په هيواداو سيمه کې امنيت تامين شي  په هرحال بله پيښه  هم په مخکې ده چې يواځي څو ورځي  وروسته يوه بله ستره غونډه  چې افغانستان اونړيوالې ټولنې ته خاص ارزښت لري په شيکاګو کې جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته