ښوونه او روزنه

څوارلس تنه نجونې او هلکان د تخار ولايت له دارالحفاظ څخه فارغ شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د قرآن مجيد څوارلس تنه حافظان د تخار ولايت له دارالحفاظ څخه فارغ شول .
د اصحاب صفه د دارالحفاظ مسوول قاري محمد الياس دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د قرآن مجيد دغه حافظان چې درې تنه يې نجونې او نور يې هلکان دي؛ د تخار ولايت په فرخار ولسوالۍ کې فارغ شول.
د اصحاب صفه د دارالحفاظ مسوول وويل: دغوحافظانو په دغه دارالحفاظ کې د فقې، د قرآنکريم د قرآن او تجويد او د قرآن مجيد حفظ زده کړې دي .
د يادونې وړ ده چې د اصحاب صفه ديني مدرسه په ١٣٩٠ کال کې د سيمې د خلکو او د پوهنې د مسوولينو په همکارۍ جوړه شوه او همدا اوس څه دپاسه ١٠٠ تنه نجونې او هلکان په دغه دارالحفاظ کې د اسلامي علومو په زده کړه بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته