امنیت

په لوګر ولايت کې يو امريکايي پوځي هلپيکوتر وژغورل شو

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
يو امريکايي پوځي هليکوپتر پرون په لوګر ولايت کې ددغو پوځيانو دبل هليکوپتر  په واسطه وژغورل شو .
دغه هليکوپتر  پرون دتخنيکي ستونزې له امله دلوګر ولايت دپل علم په بابوس  کلي کې بيړنۍ ناسته وکړه .
دلوګر ولايت دمقام وياند محمدسليم صالح ددغه خبرپه تاييدولو سره باختراژانس ته وويل چې دغه هليکوپتر له يوساعت وروسته دامريکايي پوځيانو دبل هليکوپتر  په واسطه له بابوس  کلي څخه دلوګر ولايت په شنګ کمپ کې دبهرنيو ځواکونو اډې ته وليږدول شو .
ده زياته کړه چې ددغه هليکوپتر  سپرلۍ ته زيان نه دى اوښتى . دبابوس کلي دپل علم ښار دشمال په اته  کيلومتري کې موقعيت لري چې ددولت دوسله والو مخالفينو ترګواښ لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته