خبرونهاقتصاد

د افغانستان بانک دولس ميليونه ډالر ليلاموي

 کابل، د چنګاښ ۲۵مه، باختر

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، سبا د یکشنبې په ورځ د روان کال د چنګاښ په ۲۶مه، (۱۲) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

‍د چنګاښ په ۱۴مه هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر (۱۱) میلیونه ډالره وپلورل.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۸۹ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا