کابل باختر د غبرګولي شپږمه :
دشپږو مليونو ډالرو په لګښت دفراه ولايت دهوايي ډګر دجوړولوکار په نږدې راتلوونکي کې پيليږي .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل، دفراه ولايت دهوايي ډګر په جوړولو سره به دهيوادوالو زياتره ستونزې حل شي .
ژوندي وويل، دمرکزي دولت دفراه دهوايي ډګر دجوړولو لګښت منلى دى اوژمنه يې کړې ده چې هغه تمويل کړي .
دده دڅرګندونو له مخې، دفراه دهوايي ډګر دجوړولو کار به په نړيوالو معيارونو سره په نږدې کال کې پيل شي .
دفراه دوالي ويندوى په دغه ولايت کې دبيارغاونې دڅونورو پروژو دعملي کيدوخبرورکړ او وي ويل، دقلعه کاه او دخاک سفيد دولسواليو او دفراه ولايت دمرکز دسړکونو دپخولو کار ، دپوهنتون او دعالي دارالمعلمين دودانيودجوړولو ، دروغتيايي اوبو رسولو دسيستم اودلسګونو نورو پروژو دجوړولو کار به په نږدې راتلوونکي کې پيل شي .
ده څرګنده کړه، ددغو پروژو تطبيق او عملي کول په سګونو مليونه ډالره لګښت غواړي چې د مرکزي دولت له خوا منظور شوى دى .