کابل باختر د وږي د مياشتې ٢١ :
د صاعقه حصارک د ګډوعملياتوپه دوام دحصارک ولسوالۍ د ناور د کلي سيمې پاکې شوې.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د تيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د صاعقه حصارک د چاڼيزو او محاربوي عملياتو کې شاملو ځواکونو د دولت د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ د ناور د کلي ساحې پاکې کړې او دغه راز ٧٢ ډول ډول ماينونه چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا په دغې ولسوالۍ کې ښخ کړاى شوي و؛ د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې لوا د تخنيکي ټيم له خوا کشف او شنډکړاى شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ