
کابل، د وږي ۱۱مه، باختر
د افغانستان بانک د دغه بانک د عمومي سرپرست رئيس هدایت الله بدري د روغتايي حالت د ښه والي ډاډ ورکړی دی.
ياد بانک په خپله ټويټر پاڼه(اکس) ليکلي، چې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس هدایت الله بدري چې هرات ولایت ته رسمي سفر درلود، د کندهار – هرات پر لویه لاره کې د موټر چپه کېدو له کبله سطحي ټپي شوی، خو روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دی.
سرچينې زياته کړې، چې د نوموړي درملنه شوې او ډېر ژر به خپلې دندې ته را ستون شي.
هېره دې نه وي، چې د افغانستان بانک په خپله ټويټر پاڼه همدارنګه ليکلي دي، چې په دغه پېښه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.