اقتصاد

دافغانستان او ايران ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه زياته شوې ده

کابلباخترد ميزان اوله
دافغانستان اوايران تجارتي راکړه ورکړه دتيرو څلوروکلونو په بهيرکې لس برابره زياته شوې ده او اوس په کال کې يونيم ملياردو ډالروته رسيږي  .
دغه ټکي دهيواد دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو مرستيال خانجان الکوزي باختر آژانس ته څرګند کړ اوويې ويل چې  له ايران سره دافغانستان دتجارتي راکړې ورکړي  ارزښت په تيروڅلوروکلونو کې لس ځلې زياته  شوې ده چې په کال کې يو نيم ملياردو ډالرو ته رسيږي  .
دافغانستان تجارتي وده دپخوا په پرتله دپراختيا په حال کې ده او اوس افغانستان ايران ته سابه ، وچه او تازه ميوه صادروي  .
دغه راز افغاني سوداګر دايران له بندرعباس اودچاه بهار له بندرڅخه د ترانزيت په توګه استفاده کوي چې دهيوادپه سوداګرۍ اواقتصاد باندې ځانګړي اغيزه لري
الکوزي سره له دې چې له ايران سره دتجارتي راکړې ورکړې د ودې يادونه کوي له دې څخه ګيله لري چې دسوداګرۍ دسياسي کولو لپاره هلې ځلې په خپل قوت پاتي دي چې ددغه شان هلوځلو ددوام له امله دسيمې هيوادونه زيانمن کيږي چې دغه ستونزه  دولت په خپل اوسني سياست کې په پام کې نه ده نيولي چې بايد ورته ځانګړې پاملرنه وشي  .
دپوهنتون استاد اودهيوادداقتصادي مسلو څيړونکي حميد الله فارووقي له ايران سره داقتصادي اړيکو دپراختيا په باب وايي دواړه هيوادونه  ښه جغرافيايي ارزښت او ښه ظرفيتونه لري اودغه دواړه هيوادونه زيات مشترکات  لري .
فاروقي وايي هغه افغانان چې غواړي اوعلاقه لري چې په ايران کې ګټور او قانوني تجارتي سيالۍ وکړي هغوي ته په دغه هيوادکې دپانګې اچونې اجازه  نه ورکول کيږي
دايران حکومت له افغانستان سره په سوداګرۍ اوترانزيتي مسئلوکې مرسته کړي ده اودچاه بهاردبندر له لارې يې افغانانو ته اسانتياوې برابرې کړي دي  .
ايران بايددغه هيوادته دافغانستان دتجارتي مالونواوپه تيره  بيادميوواوسبو دصادرولو په برخه کې اسانتياوي برابرې کړي او له بله پلوه د دواړو هيوادونو ترمنځ دراکړې ورکړې کچه  انډول نه لري ايران ته زموږ دصادراتو کچه له دغه هيوادڅڅه زموږ دوارداتو دحجم په نسبت ډير لږدي .
ديادوني وړده چې داقتصاد کارپوهان دايران په ختيح کې داوسپنې له پټلۍ څخه ګټه اخيستنه چې له هرات سره نښلول کيږي ددواړو هيوادونودسوداګرۍ او ترانزيت په وده کې ارزښتناک بولي خوټينګارکوي که چيرې سليقه لوړتياغوښتنه اوسياسي ګټې  له سوداګرۍ څخه وايستل شي موږ به له ايران سره دتجارتي اړيکو دزياتې پراختيا شاهدان و اوسو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته