د قندهارښار/ باختردسلواغې دمياشتې١١نيټه :
په قندهار ولايت کې پرپوځيانو د خونړيو بريدونو دعاملانو دنيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
د سه شنبې په شپه دوو تنو سيمه ييزو پوليسوخپل څلور تنه همکاران د پنجوائي ولسوالۍ په يوې قرارګاه شهيدان او وروسته وتښتيدل.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دغو پوځيانو د وسله والو طالبانو په لارښونه دغه بريد ترسره کړى دى.
د قندهارولايت يوه امنيتي مقام د دغه خبرپه تائيدولوسره دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د دغې پيښې دعاملانو دموندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
ده وويل ؛ ددغو دوو تنو سرتيرو هويت معلوم دى او ډير ژربه ونيول شي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ