(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د افغانستان بانک سبا څوارلس ميليونه ډالر ليلاموي

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د افغانستان بانک ١۴ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.

یاد بانک په خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي، چې د افغانستان بانک د روان کال د غبرګولي په ۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، ١۴ ميليونه امریکايي ډالره د ليلام په ډول پلوري.

سرچینې همدارنګه په شرايطو برابر صرافانو او سوداګریزو بانکونو ته بلنه ورکړې، چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او په وینا يې د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

د افغانستان بانک په خپله ټويټرپاڼه همدارنګه ليکلي، چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا