خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک سرپرست: د خصوصي سکتور لپاره اړینې بانکي اسانتیاوې برابروو

 کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

په هېواد کې د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په موخه، په کابل کې د خصوصي سکتور له استازو سره غونډه وشوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په دې غونډه کې چې د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو مسئولینو او استازو ګډون کړی و؛ ویناوالو د هېواد په اقتصادي رغښت کې د بانکي سکتور پر ارزښت خبرې وکړې.

د افغانستان بانک سرپرست عبدالقاهر حاجي ادریس په خپلو خبرو کې، په سختو شرایطو کې د هېواد له بانکي سکتور څخه د خصوصي سکتور د استازو د ملاتړ مننه کړې او په اقتصادي رغښت کې یې د دغه سکتور رول ارزښتناک بللی دی.

هغه ژمنه کړې، چې د افغانستان بانک به د دې سکتور لپاره اړینې بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې، د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر عبدالرحمن قانت، د هېواد د بانکي سکتور د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او له سوداګریزو بانکونو له استازو یې غوښتنه کړې، چې د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې غونډه کې، د مالیې، صنعت او سوداګرۍ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیرانو او همدا رنګه د خصوصي سکتور استازو هم د موضوع په اړه خبرې کړي او په یاده برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا