خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک شپاړس ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

کابل، د کب ۲۵مه، باختر
د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د شنبې په ورځ د روان کال د کب په ۲۷مه، (۱۶) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
د روانې اوونۍ په بهير کې، د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په خاطر، (۳۳) میلیونه ډالره وپلورل.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د (۸۷.۴۵) افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.
وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا