سیاست

جمهوررئیس غني: له سېلاب ځپلو سره د مرستو د سازماندهۍ او انسجام په خاطر دې د سوق او ادارې مرکز ایجاد شي

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۱۳مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وروستیو سېلاوونو او له سېلاب ځپلو سره د مرستې په اړه غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم، د سرې میاشتې رئیسې حسن بانو غضنفر، د ملي دفاع، کرنې او مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیرانو او د مرکزي احصائیې د ادارې رئیس له سېلاب ځپلو سره د مرستو د اقداماتو په اړه خبرې وکړې او له اړمنو سره یې د مرستو د دوام په خاطر خپل وړاندیزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.
دوی وویل، په فراه، کندهار، او زابل ولایتونو او د هرات ولایت په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې سېلاوونو خلکو ته زیات زیانونه اړولي دي، دغه راز په نورو ولایتونو کې د سېلاوونو وړاندوینه هم شوې ده.
جمهوررئیس غني له شویو اقداماتو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د مالیې وزارت دې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه عاجلې مالي منابع برابرې کړي.
جمهوررئیس وویل، پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم په مشرۍ دې د اړوندو ملکي او نظامي ادار و په ګډون  د مرستو د سازماندهۍ او انسجام په خاطر د سوق او ادارې مرکز ایجاد او د اجرائیه رئیس په لارښوونه دې اجراات وکړي.
جمهوررئیس وویل، په ولایتونو کې دې د بېلابېلو وزارتونو اړوند موجود اولیه مواد تشخیص شي، ترڅو په بېړنیو حالاتو د ولایتي کمېټو په همکارۍ زیانمو شویو ته ووېشل شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه: ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت عمومي ریاست دې په هغو سیمو کې چې زیانمن شوي خلک یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغه راز جمهوررئیس وویل، د مهاجرینو وزارت، د مرکزي احصائیې ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره دې د زیانمنو شویو سیمو د سروې په اړه اقدام وکړي، تر څو دا سیمې تشخیص او په اړه یې هر اړخیز اقدامات وشي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته