خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک شپاړس ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

 کابل، د لیندۍ  ۱۵مه، باختر

د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د چهارشنبې په ورځ د روان کال د لیندۍ په ۱۶مه، (۱۶) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

په روانه اوونۍ دا دویم ځل دی چې د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په خاطر ډالر لیلاموي. دوه ورځې وړاندې هم دغه بانک (۱۵) میلیونه ډالره وپلورل.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د (۸۷،۹۰) افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا