خبرونهاقتصاد

د افغانستان بانک لس ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

کابل، د تلې ۹مه، باختر

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، سبا د یکشنبې په ورځ د روان کال د تلې په ۱۰مه، (۱۰) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي دي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر (۱۱) میلیونه ډالره وپلورل.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د(۸۷،۹۰) افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا