شبرغان باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه :
يوه څوارلس کسيزه ډله وسله وال مخالفين نن سهار په جوزجان ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول
د جوزجان والي لطف الله عزيزي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د وسله والوطالبانو سرګروپ محمد ابراهيم له ديارلسو تنو نورو وسله والو طالبانو سره د جوزجان ولايت دقوش تيپې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د سولې له بهيرسره يوځاى شول.
له دې جملې څخه لس تنه يې وسله وال طالبان او څلورتنه نور يې داعشيان دي چې د ملي امنيت د رياست د هلو ځلو په نتيجه کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ