امنیت

د داعشيانوپه سنګرونو خونړى هوايي بريد

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢١  :
د ننګرهار ولايت د داعشيانو په سنګرونو نوي هوايي بريدونه شوي دي.
دغه ًبريدونه د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو  د داعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
لومړى بريدونه تېره شپه په کوټ ولسوالۍ کې د داعشيانو په پټنځايونو ترسره شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ په دې هوايي بريدکې نهه تنه داعشيان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې:
د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو د هوايي بريد په بهيرکې اووه تنه داعشيان ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه د اچين ولسوالۍ په ځينو سيموکې کله چې د يولړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، بريد وشو.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان وايي چې په دې هوايي بريد کې  اووه تنه داعشيان ووژل شول.
په يوه بل خبرکې ويل شوي دي چې شپږ تنه داعشيان کله چې له پوځيانوڅخه پاکستان ته تښتيدل، ووژل شول.       

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته