کراچي نوي ډيلي باختردلندي دمياشتې ١٥ :
دپاکستان په کراچي ښارکې د قومي او فرقه يې تاوتريخوالې په دوام، څه ناڅه اووه تنه نور د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ددغه ښار په بېلابېلو سيمو کې ووژل شول .
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبرله مخې: دغه کسان پرون د قصدي وژنو په بريدونوکې په ډزوسره وژل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په وژل شويوکسانوکې د متحده قومي غورځنګ دوه تنه غړي هم شامل دي او د نورو قربانيانو مړي هم پيژندل شوي دي .
که څه هم دکراچي ښار اوسيدونکو تل له حکومت څخه ددغه شان تاوتريخوالې پرخلاف دجدي اقداماتو غوښتنه کړې ده، خو د پاکستان دولت تراوسه پورې په بشپړه توګه د قصدي وژنو د بريدونو په بندولو نه دې بريالي شوي.
0 1 دقیقه لوستل