کابل باختر د لړم شپاړلسمه :
په فراه ولايت کې پرون دشراب جوړولو يوه کارخانه کشف شوه .
دفراه دپوليسو وياند محب الله دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کارخانه دفراه ښار د دارا آبادپه ساحه کې داستوګنې له يوه کور څخه دپوليسو له خوا کشف شوه او له هغه څخه سل ليتره الکول هم ضبط کړى شول .
خبرځاى زياته کړه چې ددغې کارخانې تجهيزات له منځه يوړل شول او دکور خاوند ددغې پيښې په اړوند دپوليسو له خوا ونيول شو .
ختم_ شکريه _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ