امنیت

دشينډنډ په ولسوالۍ دطالبانو بريد ناکام کړى شو .

کابل باختر د لړم  نولسمه :
پنځلسو  تنو وسله والو طالبانو ته دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې مرګ ژوبله واوښته .
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند په لسګونو تنو چې دفراه ولايت په ګډون دلويديځ زون له ولايتونو څخه دهرات ولايت دشينډنډ  ولسوالۍ ته ورغلي و تيره شپه ددغې ولسوالۍ په اورابين سيمه کې په امنيتي پوستو پراخ بريدونه وکړل  چې څو ساعته يې دوام درلود .
دهرات دوالي ويند جيلاني فرهاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې په شينډند ولسوالۍ  کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دمقاومت او متقابل بريد له امله دوسله والو طالبانو دډلې داوو تنو مشهورو  قوماندانانو په وژل کيدو سربيره ، اووه تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي  دهغو  طالبانو شمير چې په دغو بريدونوکې يې برخه لرله څه ناڅه يوسلو شلو تنو ته رسيده په داسې حال کې چې په اورايين  ساحه کې ميشت امنيتي ځواکونوديرش  تنه دي
ددغې نښتې له امله په  وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو  د ډلې  قوماندانان حافظ منان او سپين بيرق  چې له فراه څخه دتروريستانو مرستې ته ورغلي و ، ليدل کيږي .
  لومړنۍ څيړنې ښيي  دهغو طالبانو شمير چې وژل شوي دي له دې څخه هم زيات دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته