سیاست

دکابينې دقوانينو کميټې غونډه وکړه .

کابل باختر  د زمري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې دقوانينو دکميټې غونډه نن له غرمې مخکې دجمهور رييس دمرستيال او ددغې کميټې درييس قانونپوه  سروردانش په مشرۍ جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. لومړۍ دجمهور رييس مرستيال په کابل کې ددولت دوسله والو مخالفينو دوروستيو بريدونو له امله دهيوادوالو دقرباني کيدو په نسبت دخپګان دڅرګندولو په ترڅ کې  دقوانينو دکميټې له پتې   څخه دقربانيانو له کورنيو سره دهمدردۍ  او غمشريکۍ مراتب څرګند کړل او ويې ويل دغه بريدونه ښيي چې دافغانستان دخلکو دښمنان دسولې او خبرو په ګډون ارزښتونو ته ډير کوچنۍ درناوى هم نه کوي .
ده زياته کړه ددې  وخت رارسيدلى دى چې دولت دافغانستان ددښمنانو او تروريستانو په وړاندې جدي اونوي سياستونه غوره کړي .
په دې  غونډه کې دحقوقو دتحصيل دڅرنګوالي دقانون او دغه راز دمستهلک  دملاتړ دقانون طرحې وڅيړلې شوې .
دجمهور رييس مرستيال دقوانينو موضوع ته په پاملرنې سره دغه طرحې  ارزښتناکې  وبللې او دهغو دبرابرولو او جوړولو په لاره کې يې دعدليې وزارت او داړوندو ادارو دهلوځلو له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې له ١٣١٩ کال راپديخوا دحقوقو دادارې په نامه يوه اداره دکورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې او له ١٣٤٣ کال راپديخوا دعدليې وزارت په چوکاټ کې جوړه شوه چې دهيواد په مرکز او ولايتونو کې يې دحقوقي دعواو  دلومړنۍ څيړنې مسئووليت په غاړه  درلود .
  او په  ١٣٦٦ کال کې ددغې ادارې دفعاليتونولپاره دحقوقو دتحصيل دڅرنګوالي قانون وضع شو او اوس له نږدې ديرشو کلونو وروسته دغه قانون بيا څيړل کيږي .
ددغه قانون اصلي هدفونه محکمو ته له وړاندې کولو مخکې دحقوقي قضيو ابتدايي څيړنه له قضايي څيړنې مخکې دقضيې د لورو ترمنځ  روغه جوړه ، دحقيقي او حکمي اشخاصو دمدني او تجارتي حقوقو تحصيل ، دمحکمو دپريکړو تطبيق او په محکمو کې  دقضيو د ډيروالي مخنيوى .
دغونډې دکار په دوام دعدليې وزير دحقوقو دتحصيل دڅرنګوالي دقانون  دطرحې په باب  غونډې  ته رپوټ وړاندې کړ .
دده دڅرګندونو له مخې دټولنې اوسنيو اړتياو ته دپخواني قانون  دنه ځواب ورکوونکى او په اړوندو برخو کې دحقوقو دتحصيل دڅرنګوالي دقانونمند کيدو په دليل ستونزې موجودې وې چې له نيکه مرغه چې دحقوقو دتحصيل دقانون طرحه برابره شوې او دتاييد لپاره چمتو ده .
وروسته دغونډې غړو دغه طرحه وڅيړله او دهدفونو اصلاحاتو دحقوقو دادارې  دندو اومکلفيتونو ، دعريضې دمحتوياتو ، دحقوقو تحصيل دسندونو ، دحقوقو دمحصول ، دعارض دعرض دتفهيم او متمرد عدلي څارنې په ګډون مواردو کې خپلې نظريې  طرحه کړې .
کميټې ددې تر څنګ چې دحقوقو  دتحصيل له څرنګوالي دقانون طرحه تاييد کړه دعدليې وزارت ته يې دنده وسپارله چې دکميټې دغړو له خوا طرحه شويو نظريو ته دې ددغه قانون په طرحه کې  ځاى ورکړي .
دغونډې  غړو په دې ترڅ کې  چې ددغې طرحې  په باب خپلې نظريې  په ډاګه کړي دعدليې ، ماليې ، سوداګرۍ او صنايعو او داقتصاد دوزارتونو ، دسيمه ئيزو ارګانونو دادارې  او دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دواکمنو استازو په ګډون  يې  يو کميسيون  مکلف کړ چې دغه قانوني طرحه دې يوځل بيا وڅيړي اوبيا دې هغه کميټې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته