فرهنګ

دتخار ولايت راډيو ټلويزيون ته ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر د تلې  نولسمه :
دتخار دملي راډيو ټلويزيون دنوي ودانۍ  دجوړولوکار نن پيل شو .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه دتخار والي ډاکتر فضل الله مجددي وويل چې ددغه ولايت دملي راډيو  ټلويزيون دودانۍ جوړول ددغه راډيو ټلويزيون  دستونزو دڅيړنې  او حل کولو په لاره کې يو ګام دى .
  دتخار والي ددغه ولايت خلکو ته دخبر رسولو او داصيل فرهنګ درواجولو په لاره کې  ددغه ولايت دراډيو ټلويزيون  رول ارزښتناک وباله .
دتخار ولايت دملي راډيو ټلويزيون امر سيد ياسين بهزاد څرګنده کړه چې دغه ودانۍ دافغانستان دملي راډيو  ټلويزيون دلوى رياست ددولتي  ودانيو دپروګرام له لارې  دکابو ١٧ مليونوافغانيو په لګښت په يوکال کې  په معياري ډول جوړيږي .
ده زياته کړه چې دغه ودانى به دمرکزي ستديو ،  دثبت دستديو ، دخبرونو دخونې او داداري دفترونو په ګډون پنځلس خونې  ولري .
بهزاد زياته کړه دافغانستان دملي راډيو ټلويزيون لوى رياست ژمنه  کړې ده چې ددغې ادارې دسمبالولو او دوسايلو دبرابرولو لپاره به پنځوس زره امريکايي ډالره ورکړي .
دتخار ولايت ملي راډيو ټلويزيون په تيرو شلو کلونوکې په تالقانو ښار کې په يوه غير معياري ودانۍ کې فعاليت کوي.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته