امنیت

درې تنه ډار اچوونکي ونيول شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٨
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د پکتيا او پکتيکا د ولايتونوپه مربوطاتوکې د جلاجلا عملياتو په بهيرکې درې تنه ډار اچوونکي ونيول.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نيول شوي کسان د قاري سيد احمد د ډلې غړي او د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ اوسيدونکى عصمت الله او د پکتيا ولايت اوسيدونکى لعل جان او په هاشمي مشهور ثمرګل نوميږي چې د دغو ولايتونو په مربوطاتوکې په ورانکارو او ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې له يوکلاشينکوف، شپږ شارژورونو او له يوې ايکم مخابرې سره د ملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شول.
دغه راز په يوبل اقدام کې د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ د برګ له کلي څخه ١٠ بوشکه يي ماينونه د په ملا جنت ګل پورې اړوندو تروريستانو له يوه پټنځي څخه کشف او ترلاسه کړل .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: ډار اچوونکو غوښتل له دغو ماينونوڅخه په استفادې سره د لوګر -کابل په لويه لاره کې په امنيتي ځواکونو بريدونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته