کابل باختر د وري اوومه
دوسله والو طالبانو د دلې يوقوماندان دافغان او ناتو دځواکونو له خو ا په هلمند ولايت کې ونيول شو .
دغه قوماندان نن سهار دناد علي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان او دناتو دځواکونوپه ځانګړو عملياتوکې نيول شوي دي .
ناتو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼي په ليږلو سره ويلي دي چې دغه قوماندان دناد علي اومارجي په ولسواليو کې ددغي تروريستي ډلې بريدونه رهبري کړل .
په خبرپاڼه کې نيول شوى قوماندان په هلمند کې په افغان او ناتو ځواکونو دلسګونو تروريستې پيښو مسوول بلل شوي دي .
په خبرپاڼه کې اړوندو لورو ته دسردرسيدلي زيان په باب څه نه دي ويل شوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ