
کابل، د وږي ۱۱مه، باختر
د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د یکشنبې په ورځ د روان کال د وږي په ۱۲مه، (۱۳) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په خاطر، (۱۴) میلیونه ډالره وپلورل.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو ورځو کې، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ډول لوړ شو، تر دې چې پرون یو ډالر د ۷۵ افغانیو په بدل کې تبادله کېده.